د ايران رسنيو خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ د دغه هيواد په اصفهان ښار کي يوه پوځي چورلکه لوېدلې ده، چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي دي.
په دغه پېښه کي د يادي چورلکي پيلوټ، د پيلوټ مرستيال او دوه ملکي کسان وژل سوي دي. يادو رسنيو ويلي، چي دغه پوځي چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
په ورته وخت کي ايراني چارواکو ويلي، چي د پېښي د کره لامل د روښانه کولو له پاره ئې څېړني پيل کړي دي.