د ايران رسنيو خبر ورکړی، چي پر ايران د امريکا او اسرائيلو تر برید وروسته ايران د بحرین، کویټ، قطر

د ايران رسنيو خبر ورکړی، چي پر ايران د امريکا او اسرائيلو تر برید وروسته ايران د بحرین، کویټ، قطر، اردون او د متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کي پر امریکايي نظامي اډو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخي، د ایران په بېلا بېلو ښارونو کي شاوخوا ۱۵ ځایونه هدف ګرځول سوي او په بندر عباس کي د تېلو زېرمي هم ویشتل سوي دي.
د رامنځ ته سوو امنیتي ګواښونو له امله قطر خپل هوايي حریم تر بلي خبرتیا پوري تړلی دئ.