د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ د ايران دولت د اميرعلي مير جعفري په نوم د ايران يو اتباع اعدام کړی

د ايران رسنيو راپور ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ د ايران دولت د اميرعلي مير جعفري په نوم د ايران يو اتباع اعدام کړی دئ.
پر دغه کس تور و، چي هغه د وروستيو اعتراضاتو له امله په تهران کي د قلهک جامع جومات سوځولی و.
د ايران دولت ويلي، چي امير علي ميرجعفري د بهرنيو استخباراتي کړيو سره په اړيکه کي و، چي د محکمې تر پرېکړي وروسته ورباندي د اعدام حکم عملي سوی دئ.

بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم د ايران دولت دوه تنه موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي وو.