د ايران رسنیو راپور ورکړی، چي د امريکا د بريدونو په غبرګون کي ئې په عربي هیوادونو کي د امریکا شپږ پوځي اډې ويشتلي دي.
د راپورونو له مخي دغه بریدونه په بحرین، قطر، کویټ، اردن، عمان او متحده عربي اماراتو کي سوي، چي امریکايي ځواکونه په کښي مېشت دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، په بریدونو کي ئې د امریکا ځینو پوځي او دفاعي مرکزونه په نښه کړي دي.
قطر او کویټ د محدودو زیانونو او ټپیانو خبر ورکړی، خو اردن ویلي چي څو توغندي ئې له لګېدو مخکي شنډي کړي دي.
له دغو بریدونو وروسته د نړۍ په بازارونو کي د نفتو بیې لوړي سوي او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي.