د ايران سپاه پاسداران اعلان کړی، چي که په لبنان او فلسطیني سیمو کي پر ملکي خلګو بریدونه دوام وکړي

د ايران سپاه پاسداران اعلان کړی، چي که په لبنان او فلسطیني سیمو کي پر ملکي خلګو بریدونه دوام وکړي، نو د غزې تړانګه او د اسرائیل شمال به هدف وګرځوي.
د هغوی په وینا، د اسرائیلو د ځواکونو مرکزونه او اډې به په نښه کړي او په دې برخه کي به بيا د هېچا خبره و نه مني.
بايد وويل سي، چي سپاه پاسداران مخکي ټینګار کړی وو، چي په غزه کي له اسرائیل سره روانه جګړه د ایران او فلسطین ګډه جګړه ده.