د ايران سپاه پاسدارانو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د هرمز تنګي په ختيځه برخه کي د مايع ګازو پر يوې کښتۍ چاودنه سوې ده.
سپاه پاسدارانو ويلي، چي يادي کښتۍ ته څو ځله خبرداری ورکول سوی؛ خو يادي کښتۍ خبرداری د پامه غورځولی و او ماين چاودنه پر کړې ده.
سپاه خبرداری ورکړی، چي د هرمز تنګي د تګ راتګ له اصولو سرغړوونکي کښتۍ به له ورته پېښو سره مخ سي.