د ايران په مرکز تهران او د دغه هيواد په بېلابېلو ښارونو کي د اعتراضونو په ترڅ کي د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتي

د ايران په مرکز تهران او د دغه هيواد په بېلابېلو ښارونو کي د اعتراضونو په ترڅ کي د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتي سوي.
راپورونه وايي چي په ایلام ولایت کي د سپاه پاسداران یو غړی وژل سوی او د لویدیځو سیمو د قربانیانو شمېر زیات سوی دئ.
د ایران د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخي، په ایلام ولایت کي د ملکشاهي په ولسوالۍ کي د معترضینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له امله د سپاه پاسداران یو غړی وژل سوی دئ.

د فارس خبري آژانس ادعا کړې چي معترضینو غوښتل د پولیسو پر یو مرکز برید وکړي چي له امله ئې دوه معترضین هم وژل سوي دي.
له بلې خوا بيا غیر رسمي سرچینې او په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوي ویډیوګاني ښيي چي امنیتي ځواکونو په ملکشاهي کي پر معترضینو مستقیم ټکان کړي دي.
ځیني نه تأیید سوي راپورونه وایي چي په دغه ټکانو کي لږ تر لږه پنځه معترضین وژل سوي دي؛ خو د ايران دولتی تسنیم خبري آژانس یوازي د څو معترضینو د وژل کېدو پخلی کړی دئ.

بايد وويل سي چي په ايران کي په اوومه ورځ هم لاريونونه د دولت پر ضد روان دي؛ خو دولت ئې هڅه کوي، چي دغه لاريونونه کنټرول کړي.