د ايران په کرمان کمپ کي يو افغان تر وهلو او شکنجو وروسته وژل سوی

د ايران څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ايران په کرمان کمپ کي د باقر رضايي په نوم يو افغان کډوال په ایران کي تر نيول کېدو وروسته وژل سوی دئ.
د باقر رضايي د کورنۍ غړي وايي، چي هغه په ياد کمپ کي ساتل کېدی، چي تر وژل کېدو وروسته ئې جسد دوی ته ورکول سوی او پر جسد باندي ئې د وهلو او شکنجه کولو نښي لېدل سوي.
د رضايي دکورنۍ د غړو په خبره چي دا کس چي شپېته کلن وو او په کرمان کي اوسېدی، وروسته له هغه چي په ايران کي د پاته کېدو اسناد ئې تمديد نه سول غوښتل ئې چي د ايران د سيستان او بلوچستان د لاري افغانستان ته راسي خو ايراني پوليسو نيولی او د کرمان کمپ ته ئې لېږدولی وو.
بايد وويل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغي موضوع اړوند تراوسه پوري د رسنيو او باقر رضايي د کورنۍ د غړو سره معلومات نه دي شريک کړي