د ایران پولیسو د یوې ۲۶ کلني افغان کډوالي کبرا رضايي، چي په شقایق رضايي مشهوره وه د قتل په تړاو یو کس نیولی دئ. د تهران ولایت د پیشوا ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سید اکبر عربي، ویلي چي د پولیسو د ځانګړو څېړنو او معلوماتي په پایله کښي دوی وکولای سول، چي په لنډ وخت کښي د قاتل هویت معلوم او نوموړی د قانون منګولو ته وسپاري.
د راپورونو له مخې، کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځي وړاندي په تهران کښي د خپل کور څخه کار ځای ته د تلو پر مهال ورکه سوې وه. د ههنگاو بشري حقونو سازمان د معلوماتو پر اساس، د هغې ټوټه سوی جسد د جوزا په ۱۳مه نېټه د تهران د پیشوا ولسوالۍ په یوه سیمه کښي د کثافاتو په منځ کښي موندل سوی دئ.