د ايران پوليسو خبر ورکړی، چي په تېره يوه اوونۍ کي ئې ۴۹۹ هغه افغان کډوال نيولي، چي په قاچاقي ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې په يزد ولايت کي نيولي دي.
د هغوی په وينا چي دغه افغان کډوال ئې د بهرنیو وګړو کمپونو ته انتقال کړي او ډېر ژر به ئې بېرته افغانستان ته اخراج کړي.