د ايران څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد په مرکز تهران کي يو پخوانی افغان نظامي نامعلومو کسانو په خپل کار ځای کي وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه افغان نظامي رحيم الله مجاهد نومېدی او د ط..البانو د بیا واکمنۍ د پيل سره سم ايران ته کډوال سوی و.
د سرچينې په خبره چي رحيم الله د تېرجمهوري نظام پر مهال په بادغيس ولايت کي د څوکلنو له پاره نظامي دنده تر سره کړې وه.
بايد وويل سي، چي د دغه پېښي په اړه تراوسه پوري د ايران دولت او په ايران کي ط..البانو سفارت څه نه دي ويلي.