د ايران څخه شړل سوي افغان کډوال د ايران د پوليسو له خوا شکنجه سوي او وهل سوي دي

د آوا حقوقي او ټولنیز مرکز یوه نوې څېړنه ښيي چي له ایران څخه ایستل سوي افغان کډوال له پراخ تاوتریخوالي او بشري سرغړونو سره مخ دي.
د څېړني له مخي، ۸۷ سلنه افغان کډوال وایي چي د ایستلو پر مهال له فزیکي یا لفظي تاوتریخوالي سره مخ سوي دي، حتی هغه کسان چي قانوني اسناد ئې لرل هم نیول سوي او ایستل سوي دي.
ډېری کډوال د بې‌وزلۍ، ناامنۍ او د ښځو له پاره د تعلیم محدودیتونو له امله ایران ته تللي وو، خو اوس پرته له دې چي د هغوی ناروغۍ یا حقوقي وضعیت ته پام وسي، جبراً بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
د راپور له مخي، ډېری ایستل سوي کسان په ایران کي مزدوران، پلورونکي، خیاطان او باغوانان وو او ډېری ئې ونه توانېدل چې د کور کرایې او د معاش پیسې بېرته واخلي. حقوق پوهان وایي چي د ایران دا چلند د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دئ، ځکه ایران د ۱۹۶۷ پروتوکول او د بشري حقونو نړۍوال اعلامیه منلې ده.
د آوا مرکز له نړۍوالو ادارو غوښتي چي د جبري ایستلو د بندولو، د دوسیو انفرادي ارزوني او د راستانه سوو کډوالو د ملاتړ له پاره ژر اقدامات وکړي.
۹۹ سلنه ایستل سوي افغانان د افغانستان ناوړه وضعیت ته اندېښمن دي او د راتلونکي لپاره پرېشانه دي.