د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چي هره ورځ د ايران څخه افغانستان ته شاوخوا شل زره افغان کډوال راځي.
د دغه وزارت په خبره، چي دغه افغان کډوال د ط..البانو له خوا په موقتي کمپ کي ساتل کېږي او وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول کېږي.
دغه افغان کډوال د ايران څخه پر داسي مهال افغانستان ته راځي، چي د کور توکي وسايل او شتمني ټوله ئې په ايران کي پاته سوي.
ياد افغان کډوال د ايران د خاوري څخه په زور او جبر ايستل کېږي او تش لاس افغانستان ته راځي.
په دغه افغان کډوالو کي سپين ږيري، کوچنيان، مېرمني او ناروغان شامل دي، چي افغانستان ته راځي.
بايد وويل سي، چي نړۍوالو بشري سازمانونو ويلي، که نړۍوال مرستندويان د افغانستان سره مرسته و نه کړي نو دغه افغان کډوال به د لا زياتو ستونزو سره مخ سي.