د ايرانډيا شرکت د الوتکي د لوېدو له امله تر اوسه د ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر تائيد سوی

د پنج شنبې په ورځ د ايرانډيا شرکت الوتکه، چي ۲۴۲ تنه مسافر ئې لندن ته لېږدول په احمد اباد ښار هوايي ډګر ته نږدې لوېدلي ده.
د لومړنيو معلوماتو له مخي په دغه الوتکه کښي تراوسه پوري ۴۰ تنه مسافر وژل سوي دي.
په دغه الوتکه کښي ۱۶۹ هندي، ۵۳ بريتانوي، يوکانډايي او ۷ تنو پرتګالي وګړو سفر کوئ، چي الوتکي ئې سقوط کړی دئ.
د هندي رسنيو د راپور له مخي په دغه الوتکه کښي د ژوندي پاته کېدو امکان ډېر کم دئ او په وينا چي د مرګ ژوبلي د‌ ګراف د لوړېدو امکان سته.
تراوسه پوري د دغې الوتکي د لوېدو لامل څرګند نه دئ،خو د هند لومړي وزير نريندرا مودي د دغې پېښي اړوند د چټکو پلټنو امر کړی دئ.