د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌نامې له لاسلیک وروسته

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌نامې له لاسلیک وروسته، په نړۍوالو بازارونو کي د نفتو بیې له دوه سلنه زیاتي راکمي سوي.
د شمالي سمندرګي د برېنټ خام نفتو د هر بېرل بیه ۲.۲۹ سلنه ټیټه سوې، چي قيمت ئې ۷۷ ډالرو او ۸۲ سنټو ته رسېدلی دئ.
اقتصادي شنونکي وایي چي د جګړې د خطر کمېدو او د نفتو د زېرمو د ثبات له امله ښایي په راتلونکو ساعتونو کي د اروپايي بازارونو د خلاصېدو سره د بیو د کمېدو لړۍ نوره هم دوام وکړي.