د ایران د بشري حقونو د فعالانو سازمان (هرانا) راپور ورکړی، چي په ایران کي د روانو اعتراضونو تازه شمېري ښيي چي د مرګژوبلي او نیونو کچه لا هم د زیاتېدو په حال کي ده.
د ياد سازمان په حواله تر اوسه پوري د دغه هيواد په ۳۱ ولایتونو او ۱۸۸ ښارونو کي ۶۲۵ غونډي او اعتراضونه ثبت سوي دي.
د تایید سوو وژل سوو کسانو شمېر ۴۰۲۹ تنو ته رسېدلی، چي له دې ډلي ۳۷۸۶ تنه معترضین، ۲۸ تنه د ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان، ۱۸۰ تنه د حکومتي یا اړوندو ځواکونو غړي او ۳۵ تنه غیرمعترض او ملکي وګړي شامل دي.
هرانا همدارنګه ویلي چي ۹۰۴۹ د مړینې پېښي لا هم تر څېړني لاندي دي.
ياد سازمان وايي د ټپيانو شمېر ۵۸۱۱ ته رسېدلی او د نیول سوو کسانو ټول شمېر ۲۶ زره او ۱۵ تنه ښودل سوی دئ.
د راپور له مخي، تر اوسه پوري د دغو اعتراضونو په تړاو د جبري اعترافاتو د خپرولو ۱۶۷ پېښي ثبت سوي دي.