د ایران د بشري حقونو د فعالانو مرکز (هرانا) د راپور له مخي، په ايران کي د اعتراضونو له پیلېدو راهیسي د وژل سوو کسانو شمېر ۲۶۱۵ کسانو ته رسېدلی دئ.
راپور زیاتوي چي د اعتراضونو په ترڅ کي تر اوسه ۱۸ زره ۴۷۰ کسان نیول سوي او ۲۰۵۴ کسان ټپیان سوي دي.
همداراز، د ۱۰۵ نیول سوو کسانو جبري اعترافونه خپاره سوي دي.
په وژل سوو کسانو کي ۲۴۳۵ تنه معترضان، ۱۳ ماشومان، ۱۴ غیرمعترض ملکي کسان او ۱۵۳ امنیتي ځواکونه شامل دي. د ۸۸۲ نورو کسانو د مرګ علت او هویت لا هم تر څېړني لاندي دئ.
هرانا وايي چي د اعتراضونو په لړ کي، په ټول هيواد کي ۶۱۷ اعتراضي غونډي سوي او دا لړۍ لا هم دوام لري، خو پراخه انټرنټي بندیزونه او د اړیکو محدودیتونه د پېښو په اړه خپلواکي خبرتیاوي محدودي کړي دي.