د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستي بندیزونه د نړۍوالو اصولو خلاف بللي او ویلي ئې دي، چي واشنګټن پر نورو هیوادونو د خپلي ارادې د تپلو هڅه کوي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هغه بندیزونه چي د ایران له سوداګریزو شریکانو سره د مالي او اقتصادي همکاریو مخه نیسي، قانوني بنسټ نه لري او د هیوادونو ملي حاکمیت تر پوښتني لاندي راولي.
هغه دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه سخت دریځ تکرار کړ او پر تهران ئې د اقتصادي فشارونو د دوام خبره وکړه.
ایران خبرداری ورکړی چي د دغو سیاستونو دوام به د نړۍوالو اقتصادي اړیکو او د هيوادونو د خپلواکۍ پر اصل منفي اغېز وکړي.