د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، امریکا نه سي کولای د الفاظو په بدلولو سره خپله ماته او د جګړې شدت پټ کړي.
بقايي دا څرګندوني د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي کړي دي. ونس ویلي چي له ایران سره روانه پوځي نښته جګړه نه بولي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د هغه له دریځ څخه ملاتړ کړی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چي د نومونو په بدلولو سره د جګړې واقعیت نه سي پټېدای.

هغه ويلي پر ايران د امريکا بريد په ښکاره ډول نظامي تېری و.