د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د اروپايي ټولني له هغه خبرپاڼه سره سخت مخالفت ښودلی چي په کښي د خلیج سیمي پر ځینو هیوادونو د ایران وروستي بریدونه غندل سوي وو.
بقایي په یوه خپاره کړي پیغام کي ویلي، چي اروپايي ټولنه د امریکا د پوځي اقداماتو په اړه چوپه پاته ده؛ خو د ایران جوابي بریدونه غندي.
د هغه په وینا، دا ډول دریځ د نړۍوالو اصولو په تطبیق کي د دوهګوني چلند څرګندونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چي د امریکا پر پوځي اهدافو ترسره سوي بریدونه د مشروع دفاع په چوکاټ کي سوي دي.
هغه زیاته کړې، چي هیوادونه باید اجازه ور نه کړي، چي د دوی خاوره او تاسیسات د بل هيواد پر ضد د بریدونو له پاره وکارول سي.
دغه څرګندوني وروسته له هغه مطرح کېږي، چي اروپايي ټولني د خلیج په سیمه کي د وروستیو پوځي پېښو په تړاو د ایران کړني وغندلې او د سیمي د لا زیات کړکېچ په اړه ئې اندېښنه څرګنده کړې.