د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کي ويلي، د ایران، روسیې او چین اړیکي اوږدمهالي، متقابلي او د پیاوړي دفاعي همکارۍ لرونکي دي.
هغه زیاته کړه چي د دغو هيوادونو ترمنځ اوږدمهاله موافقې موجودي دي او دفاعي همکاري به نوره هم پیاوړي سي.
د هغه په وينا چي روسیه او چین د امنیت شورا غړي دي او د نړۍوالي سولي په برخه کي خپل مسئولیتونه جدي نیسي.
بقایي د داع.شي بندیانو د انتقال په اړه ويلي، چي ایران د عراق د حکومت پرېکړو ته درناوی لري؛ خو اندېښنه لري، چي بهرني لوري به د عراق او سیمي له پاره نوي ستونزي رامنځ ته کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چي ایران د داع.ش پر ضد جګړه کي ډېر لګښتونه کړي او دواړه هیوادونه په تماس کي دي، څو دا موضوع د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
هغه د اروپا او ګرینلنډ په اړه وویل، د ایران دریځ روښانه دئ او د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا احترام د اصولو له مخي ضروري دئ.
هغه د خپلو خبرو پرمهال اسرائیل او د امریکا ځیني کړۍ د ډیپلوماتیکو هڅو اصلي خنډ وبلل.