د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له ط..البانو او پاکستان څخه غوښتي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له ط..البانو او پاکستان څخه غوښتي، چي خپل موجود اختلافات دي د ښه ګاونډیتوب د اصل په رڼا کي او د سیاسي خبرو له لاري مدیریت او هوار کړي.
عراقچي پر خپلې اېکس پاڼي ليکلي، چي تهران چمتو دئ چي د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا، متقابل تفاهم او ګډي همکارۍ د پیاوړتیا له پاره هر ډول همکاري او ملاتړ برابر کړي.