د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، اسرائیل د امریکا حکومتونه په خپلو ګټو کي ښکيلوي او د سیمي په جګړو کي ئې مصروفه ساتي.
عراقچي د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په غبرګون کي ویلي، چي امریکایان نور له اسرائیلو او هغو جګړو ستړي سوي، چي د ده په وینا د اسرائیلو له امله امریکا ورسره مخ کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا خلګ نه غواړي چي هیواد ئې د اسرائیلو په ګټه په پرله‌پسې جګړو کي ښکيل پاته سي او د سیمي خلګ هم د جګړو دوام نه سي زغملای.

بلخوا، ټرمپ له سي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کي له ایران سره جګړه د اسرائیلو د امنیت له پاره اړینه بللې او ادعا ئې کړې، چي که ده د ایران اټومي تاسیسات نه وای په نښه کړي، اسرائیل به له منځه تللی وای.
ټرمپ دا هم منلې، چي له ایران سره جګړې او د سون‌توکو د بیو لوړېدو د امریکا پر سیاسي وضعیت اغېز کړی او ښايي جمهوري غوښتونکي د منځمهاله ټاکنو پر مهال له ستونزو سره مخ کړي.
تر دې وړاندي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلي وو، چي ده د امریکا پخوانیو ولسمشرانو ته پر ایران د برید سپارښتنه کړې وه، خو بارک اوباما او جوبایډن ورسره موافقه نه وه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *