د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کي د ۷۰ څخه د ډېرو هیوادونو د استازو ګډون د ایران له پاره د خوښۍ وړ خبر دئ او دا به له ګډون کوونکو هیوادونو سره په اړیکو کي د ښه والي په موخه يو بل مهم ګام وي.
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي ایران د هغو بهرنیو پلاوو کوربهتوب وکړ چي د شهید رهبر د درناوي له پاره ئې په مراسمو کي ګډون کړی وو. د هغه په وینا، په دغو پلاوو کي د عربي هیوادونو لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د خامنهيي د جنازې مراسم به د ګډون کوونکو هیوادونو او ایران ترمنځ د ګډو اړیکو په تاریخ کي یو تلپاته يادګار وي.