د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هیواد ئې غواړي له امریکا سره روانه جګړه د خبرو اترو له لاري پای ته ورسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هیواد ئې غواړي له امریکا سره روانه جګړه د خبرو اترو له لاري پای ته ورسوي، خو د دواړو لورو ترمنځ د هوکړي پر شرایطو لا هم اختلافونه سته.
عراقچي ویلي، د منځګړو په وسیله له امریکا سره اړیکي رواني دي او تهران داسي تړون غواړي، چي په راتلونکي کي د جګړې د بیا پیل کېدو مخه ونیسي.
نوموړي د غني سوو یورانیمو ساتل د ایران له مهمو شرطونو بللي.

په ورته وخت کي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران وړاندیز سوي شرایط رد کړي او ویلي ئې دي، چي تهران غواړي له امریکا سره هوکړه وکړي، خو هغه شرایط نه مني چي واشنګټن ته د منلو وړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *