د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ۴۸ ساعته مهلت ته غبرګون ښودلی

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ۴۸ ساعته مهلت ته غبرګون ښودلی، چي ایران ته ئې د هرمز تنګي د پرانستلو له پاره ورکړی و.
دغه قرارګاه ویلي چي د پخوانیو خبرداریو په دوام، که د ایران د سونګ او انرژۍ زیربناوي هدف وګرځول سي، په سيمه کي د امريکا او د هغې د متحد رژیم اړوند ټولي د انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو د تصفیې تاسیسات به هدف وګرځول سي.