د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلایي‌نیک ادعا کړې

د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلایي‌نیک ادعا کړې، چي د اوربند تر پيل مخکي د دوی وسله‌والو ځواکونو د اسرائیلو فضا تر خپل کنټرول لاندي راوستلې وه.
د هغه په خبره چي ايران د خپل توغنديو يوه مهمه برخه تراوسه لا نه ده کارولې‌.
نوموړي ویلي، سره له دې چي دښمن د هیواد دننه د ګډوډۍ هڅه کړې، خو د امنیتي ځواکونو په هڅو، وضعیت خوندي او باثباته ساتل سوی دئ.

بلخوا، د سپاه اړوند یو بل لوړپوړي قوماندان علي عبداللهي هم مخکي ویلي و چي اوربند د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د ځواک له امله رامنځ ته سو، ځکه دغه وړتیاوو پر مخالفینو فشار زیات کړی و.