د ایران د علومو وزارت اعلان کړی

د ایران د علومو وزارت اعلان کړی، چي د دغه هیواد ټول پوهنتونونه به تر بل امر پوري هم د حضوري زده‌کړو او هم د انلاین درسونو له پلوه تړلي وي.
د دې وزارت په وینا، دغه پرېکړه د ځانګړو شرایطو له امله سوې، چي محصلان او د پوهنتون کارکوونکي باید د راتلونکو لارښوونو تر اعلان پوري انتظار وباسي.
د یاد وزارت مسؤلینو ویلي چي د پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه به د حالاتو له ارزوني وروسته نوې پرېکړه اعلان سي.