د ایران د قضائیه قوې اړوند میزان خبري اژانس ویلي

د ایران د قضائیه قوې اړوند میزان خبري اژانس ویلي، چي د ايران حکومت دوه کسان چي د اسرائیلو له استخباراتي ادارې (موساد) سره د همکارۍ په تور محکوم سوي وو، د دوشنبې په ورځ اعدام کړي.
د راپور له مخي، اعدام سوي کسان امید بهزاد او پوریا صفوت نومېږي. پر دوی تور و چي د ایران د پوځي او امنیتي مرکزونو موقعیتونه، انځورونه او نور معلومات ئې د موساد افسرانو او اړوندو شبکو ته لېږلي وو.
میزان خبري اژانس ویلي، د امید بهزاد د ګرځنده ټیلیفون تخنیکي څېړنو ښودلې، چي نوموړي د وروستۍ جګړې پر مهال څو ځله د پوځي، امنیتي او انتظامي مرکزونو جغرافیایي موقعیتونه او معلومات د موساد اړوندو کانالونو ته استولي وو.

په همدې راپور کې راغلي چي پوریا صفوت د جګړې پر مهال د پوځي او امنیتي ځایونو انځورونه دایران اینټرنشنل شبکې سره شريک کړي وو.
د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخي، د روان کال له مرغومي میاشتي راهیسي په ایران کي د اعدام سوو کسانو شمېر د ۴۳۰ او ۴۴۲ کسانو ترمنځ اټکل سوی دئ.