د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، محمدباقر ذوالقدر ویلي چي د ایران د وسلهوالو ځواکونو بریدونه به د دښمن تر بشپړي تسلیمۍ او په ايران کي د وژل سوو ماشومانو د ویني تر غچ اخیستلو پوري به دوام ولري.
ذوالقدر د شنبې په ورځ په یوه خپاره سوي پیغام کي ویلي، هر هغه لوګی چي په سیمه کي لیدل کېږي، د امریکا د پوځي، امنیتي یا مالي مرکزونو د په نښه کېدو نښه ده.
هغه د ایران پرلهپسې توغندیز بریدونه د ایران د راپاڅېدلي ولس قهر بللی او ټینګار ئې کړی، چي دا بریدونه به تر هغو روان وي، څو د دوی په وینا، دښمن تسلیم او د وژل سوو ماشومانو غچ واخیستل سي.