د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي یو ځل بیا تهران ته سفر کړی دئ.
راپورونه وایي، نوموړي تېره اوونۍ هم ایران ته سفر کړی و او هلته ئې د درې ورځني سفر پر مهال ئې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره مهمي خبري کړي وې.
پاکستان ویلي، هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ او جګړې د پای ته رسېدو له پاره د منځګړي رول ولوبوي او په سیمه کي د سولي او ثبات له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.