د ایران رسنیو ویلي چي د عراق او ايران ترمنځ د شلمچې سرحدي پولي ته نژدې د امریکا د تېري شپې په توغندیز برید کي دوه کسان

د ایران رسنیو ویلي چي د عراق او ايران ترمنځ د شلمچې سرحدي پولي ته نژدې د امریکا د تېري شپې په توغندیز برید کي دوه کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د خوزستان ولایت امنیتي مرستیال ویلي، اړوند ادارې د پېښي د څرنګوالي څېړنه کوي.
د راپورونو له مخي، له برید وروسته د شلمچې پولي له لاري د مسافرو عادي تګ راتګ بېرته پیل سوی دئ.