د ایران رسنۍ راپور ورکړی، چي د فارس خلیج په سیمه کي د پوځي کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کي د خارک ټاپو، چي د دغه هيواد تر ټولو لوی د نفتو د صادراتو مرکز بلل کېږي امريکا او اسرائیلو بريد کړی.
د ځايي خلګو په وينا چي تر هوايي بريد وروسته په دغه سيمه کي د درنو چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
د پېښې له امله، د بوشهر ولایت په کچه د ژغورني او هوايي دفاعي ځواکونو بشپړ چمتووالی اعلان سوی، او اړوند ځواکونه په بېړني حالت کي ځای پر ځای سوي دي.
عیني شاهدان وايي چي د ټاپو له لوري دروند لوګی پورته کېږي، خو تر اوسه رسمي چارواکو د تېلو د زېرمو او اوښتو زیانونو دقیق جزئیات نه دي خپاره کړي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چي که دا تاسیسات جدي زیان وویني، نو دا به د روانو نښتو په لړ کي د ایران پر اقتصادي بنسټونو تر ټولو درنه ضربه وي.