د ایران سرحدي چارواکو ویلي

د ایران سرحدي چارواکو ویلي، چي د افغانستان سره د پولي په اوږدو کي د ايراني ځواکونو او یوې وسله والي ډلي ترمنځ نښته کي شپږ کسان وژل سوي دي.
د سیستان او بلوچستان د سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخي، دغه پېښه د زابل په سرحدي سیمه کي رامنځته سوې او وژل سوي کسان ئې «وسله وال نفوذيان» بللي دي.
ايراني چارواکي وایي، یادو کسان غوښتل د ایران خاوري ته داخل سي، خو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ سوي او په نښته کي وژل سوي.

زابل د سیستان او بلوچستان له مهمو سرحدي سیمو څخه دئ، چي د افغانستان د نیمروز ولایت له پولي سره نښتی موقعیت لري.