د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چي د خپلو عملیاتو په دوام ئې په کویټ کي د امریکا دوې پوځي اډې په نښه کړي دي.
د سپاه په خبرپاڼه کي راغلي، چي هوايي ځواک ئې د علي سالم امریکایي اډې د سونګ زېرمتونونه او د پاتریوت هوايي دفاع سیستم او همدارنګه د احمد الجابر په اډه کي د FPS ستراتیژیک رادار ئې په نښه کړی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه د کویټ چارواکو او د امریکا پوځ د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.