د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چي که د ایران پر زېربناوو برید وسي او سرې کرښي تر پښو لاندي سي

د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چي که د ایران پر زېربناوو برید وسي او سرې کرښي تر پښو لاندي سي، نو د امریکا او د هغې د متحدینو پر زېربناوو به داسي بریدونه وکړي، چي د سیمي له نفت او ګاز څخه به ئې د کلونو له پاره محروم کړي.
هغوی ويلي، چي ایران به هېڅکله د ملکي اهدافو پر وړاندي د برید پیل کوونکی نه وي، خو که د دې هيواد پر ملکي تأسیساتو برید وسي، نو د متقابل اقدام له پاره به هېڅ ډول ځنډ ونه کړي.
سپاه پاسداران همداراز خبرداری ورکړی، چي که د امریکا پوځ له ټاکلو سرو کرښو واوړي، نو د دوی ځواب به یوازي تر سیمي محدود نه وي، بلکي پراخ ابعاد به ولري.

هغوی د امریکا سیمه‌ییزو متحدینو ته هم اشاره کړې او په خبره ئې چي ایران تر دې دمه د ښه ګاونډیتوب له امله له زغم څخه کار اخیستی او د اهدافو په ټاکنه کي ئې ملاحظات درلودل، خو له دې وروسته به دغه محدودیتونه پای ته رسېدلي وي.