د ایران سپاه پاسدارانو اعلان کړی، چي د عراق په کُردستان کي ئې د کُردي وسله والو ډلو د ائتلاف درې مرکزونه په نښه کړي دي

د ایران سپاه پاسدارانو اعلان کړی، چي د عراق په کُردستان کي ئې د کُردي وسله والو ډلو د ائتلاف درې مرکزونه په نښه کړي دي.
د ايران تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي دغه بریدونه د هغو کُردي ډلو پر مرکزونو سوي چي د ایران د اسلامي جمهوریت د رژیم د نسکورولو له پاره ئې ائتلاف جوړ کړی دئ.