د ایران سپاه پاسدارانو ويلي، چي د هرمز تنګي په جنوبي برخه کي د تېلو پر يوې بار وړونکي بېړۍ دوو سمندري ماینونو چاودنه کړې، چي له امله ئې بېړۍ اور اخيستی.
سپاه ویلي، دغه پېښه د دوشنبې په سهار رامنځته سوې ده.
سپاه خبرداری ورکړی، چي هغه بېړۍ به په نښه کړي چي په هرمز تنګي کي د ایران له اعلان سوو مقرراتو سرغړونه وکړي.
دا خبر څو ساعته وروسته له هغه خپور سوی، چي د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د لارک ټاپو پر سیمه د توغندیو پر مرکزونو بریدونه کړي وو.