د ایران شخړه او سیاسي رنګ بدي

د ایران شخړه او سیاسي رنګ بدي
د نړېوالو تحلیلونو له مخه، د ایران سره روانه شخړه د امریکا دننه او بهر پراخ سیاسي او اقتصادي اغېزې لري. دا وضعیت یوازي یو پوځي یا سیمه‌ییز بحران نه دی، بلکي د نړیوال اقتصاد او د امریکا د کورني سیاست لپاره هم مهم بدلونونه رامنځته کوي.
د The Economist د تحلیل په څېر نظرونه دا ښيي چي داسې اوږدې او جنجالي شخړي د حکومتونو لپاره تل اسانه نه وي. په ځانګړي ډول هغه وخت چي جګړه د خلکو له ملاتړ پرته روانه وي، نو سیاسي فشارونه ډېرېږي.

له بلي خوا، د تېلو د بیو لوړېدل د دې ډول کړکېچونو یو مهم اقتصادي نتیجه وي. کله چي د انرژۍ بازارونه بې ثباته سي، نو دا مستقیم د عادي خلکو پر ژوند اغېز کوي—له ترانسپورت نیولې تر خوراکي توکو پورېي هر څه ګرانېږي.
دا حالت د ټرمپ په څېر سیاسي مشرانو لپاره ستري ستونزي جوړوي، ځکه اقتصادي فشارونه او جنجالي بهرني سیاستونه د خلکو په نظر کي د حکومت د ملاتړ کچه راکموي.
ځکه جګړې یوازي د ډګرونو مسله نه وي؛ بلکي د اقتصاد، سیاست او د خلکو د ورځني ژوند تر منځ ژور تړاو لري. کله چي دا توازن خراب سي، نو د هر حکومت لپاره یې سیاسي بیه لوړېږي.

اکانومیسټ پایله کي لیکلي:
«په پایله کي، د ایران روانه شخړه نه یوازې د ټرمپ پر شخصي سیاسي اعتبار سیوری غوړوي، بلکې د جمهوري ګوند دننه به اختلافات هم ژوروي؛ ځکه چي ناخوښه جګړه او اقتصادي فشارونه په ګډه د خلکو باور کموي او د سیاسي راتلونکي مسیر له نوو ننګونو سره مخ کوي»