د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، که امریکا پر ایران خپله سمندري محاصره او بریدونه ودروي، هرمز تنګی به بېرته خلاص کړي.
پزشکیان د ایندیا ټوډې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کي ویلي، امریکا وروسته له هغه سمندري محاصرې ته مخه کړې چي په جګړه کي خپلو موخو ته ونه رسېده؛ خو د ده په وینا، دا فشارونه به ایران تسلیمېدو ته اړ نه کړي.
نوموړي زیاته کړې، د سمندري لاري بندېدل د ایران د ژوند له پاره حیاتي نه دي او امریکا به په دې اقدام کي هم بریالۍ نه سي.
پزشکیان همداراز ویلي، ایران او عمان د هرمز په تنګي کي د ګډي بېړۍچلوني د یوې لاري پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د ده په وینا، د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به دوشنبه په مسقط کي راټول سي او د ایران او عمان دغه هوکړه به د هغوی په حضور کي لاسلیک او وروسته به نړۍوالي سمندري ادارې ته وړاندي سي.
هغه ټینګار کړی چي هرمز تنګی به هغه مهال پرانیستل سي چي امریکا پر ایران خپله محاصره او بریدونه پای ته ورسوي.