د ایران څخه د افغان کډوالو ایستل لا هم دوام لري؛ خلګو او نړۍوال بنسټونه ئې پر ضد ږغ پورته کړی

د ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له سختو نیوکو سره مخ ده، خو ایراني چارواکي دا بهیر عادي او مثبت بولي. د سیستان او بلوچستان والي، منصور بیجار، د چهارشنبې په ورځ ویلي چي افغان کډوال په ښه ډول خپل هيواد ته ستنېږي او د ده په وینا، دا پروسه له شایعاتو پاکه ده.
هغه له خلګو غوښتنه کړې، چي د رسنیو په تبليغاتو باور مه کوئ او د منفي تبلیغاتو پر وړاندې هوښیار پاته سي.
بلخوا بیا، د بشري حقونو سازمانونه، نړۍوالي ادارې او عیني شاهدان وایي چي په اسلام‌ کلا کي افغان کډوال له سختو ستونزو، بې‌سرپناهۍ او بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي. دوی دا اجباري ایستل د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.
بايد وويل سي چي اوس هم ډېري کورنۍ چي د ایران څخه په زور او جبر ایستل سوي، د ژوند د لومړنیو خدمتونو له جدي کمښت سره مخ دي.