د ایټالیا پوليسو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په کالابريا سيمه کي درې افغانان او يو پاکستانی په يوه موټر کي ژوندي سوځول سوي دي.
د هغوی په خبره چي د يادو کسانو د سوځولو او وژني په تور ئې دوه پاکستاني وګړي نيولي دي.
د امنيتي کېمرو څخه په ترلاسه سوو ويډيوګانو کي ښکاري، چي بريدګر پر موټر اور اخیستونکي مواد پاشي او وروسته د موټر دروزې تړلي ساتي ترڅو د موټر څخه څوک کښته نه سي.