د بادغيس د ط..البانو امنيتي مسؤلينو ويلي، چي د دغه ولايت په قادس او مقر ولسواليو کي د وروستيو سېلابونو له امله پنځه کسان وژل سوي دي.
د هغوی په وينا چي په قادس ولسوالۍ کي درې کسان او په مقر ولسوالۍ کي دوه کسان د سېبلانو له امله وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د افغانستان په ګڼ شمېر ولايتونو کي د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله زیاتو خلګو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.