د بادغيس د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت په اب کمري ولسوالۍ کي يو فلانکوچ موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې دولسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښي کي دوه کسان وژل سوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسانو نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.