د بادغيس ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په بند سبزک سيمه کي ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي ۹ مسافر وژل سوي او ۳۵ نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بس موټر د هرات ولايت څخه بادغيس ته مسافر لېږدول.
په دغو وژل سوو او ټپيانو سوو کسانو کي کوچنيان او ښځي هم شاملي دي.