د بخښني نړۍوال سازمان ویلي، چي د نوي ښوونیز کال له پیل سره سره په افغانستان کي د شپږم ټولګي څخه پورته نجوني لا هم له زدهکړو بېبرخي دي او ښوونځي ئې تړلي پاته دي.
د دې سازمان په وینا، دا وضعیت د نجونو د اساسي حقونو خلاف دئ او باید ژر تر ژره بدلون ومومي.
دوی ټینګار کړی، چي اوسني واکمنان باید داسي ګامونه واخلي چي د زدهکړو په برخه کي موجود محدودیتونه ختم سي.
د بخښني نړۍوال سازمان زیاته کړې، چي د نجونو پر وړاندي روان بندیزونه نه یوازي د هغوی راتلونکی زیانمنوي، بلکي د ټولني پر پرمختګ هم منفي اغېز لري.
ياد سازمان له ط..البانو غوښتي، چي د افغان نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار دي روان بنديزونه پای ته ورسوي.
په افغانستان کي د نجونو د زدهکړو موضوع له تېرو څو کلونو راهیسي د نړۍوالو اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه بلل کېږي او ګڼو بنسټونو د دې وضعیت د بدلون غوښتنه کړې ده.