د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کي د واوري د ښويېدو له امله د سرو زرو د یوه کان دوه کار کوونکي وژل سوي او شپږ نور ټپیان

د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کي د واوري د ښويېدو له امله د سرو زرو د یوه کان دوه کار کوونکي وژل سوي او شپږ نور ټپیان سوي دي.
د ط..البانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، پېښه د اندراب په سیمه کي سوې او دغه کسان تر واوري لاندي سوي او وژل سوي دي.
د نوموړي په وینا، د وژل سوو کسانو جسدونه له واورو راایستل سوي او د ولایت مرکز ته لېږدول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *