د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کي د ط..البانو او معترضانو ترمنځ د نښتي پر مهال یو کس وژل سوی او څو نور ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، اعتراضونه وروسته له هغه پیل سوه، چي خلګو ادعا کړې، چي ط..البانو په یوه امنیتي پوسته کي د یوې ښځي بدني تلاښي کړې ده.
د بدخشان روغتون سرچینو ويلي، ط..البانو د اعتراض کوونکو د خپرولو له پاره ټکان کړي، چي له امله ئې یو معترض وژل سوی او څو نور ټپیان دي.
په ورته وخت کي ط..البانو هم دا پېښه تایید کړې، خو وایي چي امنیتي ځواکونو یو سړی او یوه ښځه د نشهیي توکو د لېږد په شک درولي وو.
ط..البان ادعا کوي چي ځینو کسانو د خلګو احساسات راپارولي او دغه پېښه رامنځ ته سوې، خو د مرګژوبلي د دقیق شمېر په اړه ئې څه نه دي ویلي.