د بريتانيا رسنيو راپور ورکړی، چي د بريتانيا په برک‌نل سيمه کي د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وژل سوی

د بريتانيا رسنيو راپور ورکړی، چي د بريتانيا په برک‌نل سيمه کي د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وژل سوی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه پخوانی سرتېری عبدالولي ماموزی نومېدی، چي اووه مياشتي مخکي بريتانيا ته کډوال سوی و.
د بريتانيا پوليسو ويلي، چي د ماموزي د وژني په تور ئې څلور کسان نيولي، چي اوس تر څېړنيو لاندي.

پوليسو د دغه افغان د وژني د علت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.