د بريتانيا پارلمان د دغه هيواد پر دفاع وزارت د افغان مهاجرو د معلوماتو د افشا کېدو له امله نيوکه کړې

د بریتانیا د پارلمان د عامه حسابونو کمېټې د دغه هيواد پر دفاع وزارت نیوکه کړې، چي د افغان مهاجرو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو له پاره ئې لازم تدابیر نه دي نیولي. کمېټې ویلي، وزارت د معلوماتي سیستمونو له خطرونو خبر و، خو د تېري تجربې سره سره ئې اصلاحات نه دي راوستي.
په ۲۰۲۲ کال کي د نژدې ۱۹ زره افغان پناه غوښتونکو معلومات افشا سوي وو، چي ورپسې د متضررو کسانو شمېر ۲۷ زرو ته ورسېد. د دفاع وزارت ویلي، اوس له خوندي سیستمونو کار اخلي او د دغو پروګرامونو لګښت شاوخوا ۸۵۰ میلیونه پونډه ته رسېږي.
د بريتانيا پارلمان له وزارت غوښتي چي د معلوماتي سرغړونو د مخنیوي له پاره نور جدي اقدامات وکړي او ډاډ ورکړي چي دا ډول پېښه به بیا نه تکرارېږي